اخبار سفارتخبرنامه

د هیواد یو تن لوړپوړی پوځي جنرال په برتانیه کې د خپلو زده کړو تر بشپړولو ورسته بیرته هیواد ته ستون شو

 

د کورنیو چارو وزارت یو تن لوړ پوړی پوځي افسر ښاغلی عبدالمقیم عبدالرحیمزي د برتانیې شاهي پوځي او دفاعي روزنیز مرکز څخه خپلې لوړې زده کړې په بشپړ بریالیتوب ترسره کړې.

ښاغلي عبدالرحیمزي ته په لندن کې د افغانستان سفارت لخوا ستاینلیک ورکړل شو، او هغه ته د ژوند په نورو چارو، او وطن ته د زیاتو خدمتونو په پار د لاډېرو بریاوو هیله وشوه.

عبدالرحیمزی د هیواد په کچه له هغو تاندو پوځي کدرنو له ډلې شمېرل کېږي چې اوسمهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنتي او دفاعي پوځي لیکو کې نوموتي مثالونه لري. او هغه د هیواد لپاره د ملي پوځ د پیاوړتیا په برخه کې یو ښه زیری دی.

د نوموړي د ژوندانه او نور ګڼو لاسته راوړنو په برخه کې لاندې کرښې درنو لوستونکو ته وړاندې کېږي.

ښاغلی عبدالرحیمزی د کابل ولایت اصلی اوسېدونکی، چې د ښوونځۍ دوره یې په نادریه لیسه کې پای ته رسولې. وروسته بیا د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کې د لسانس یوه دوره تکمیل کړه او بیا د کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو اکادمۍ کې نظامي او حقوقي زده کړې وکړې.

عبدالرحیمزی په ګڼو کورنیو او نړیوالو سازمانونو کې مختلفې دندې ترسره کړې دي، چې د هغو له جملې څخه د ملل متحد دفتر د یادونې وړ ده .

اوسمهال هغه د برتانیې په Royall College of Defence Studies  کې په نظامي او دفاعي چارو کې نورې زده کړې ترسره کړې او په لنډو وختونو کې به هیواد ته د خدمت په موخه ستون شي.

د برتانیې RCDS ډېرو مهمو برخو کې برخه والو ته زده کړې وړاندې کوي لکه ، نړیوال امنیت، ستراتیژیک رهبري او داسې نور.

همدارنګه د یاودنې وړ ده چې ښاغلی عبدالرحیمزی د اطلاعاتو په برخه کې د برتانیې په Leicester  پوهنتون کې هم زده کړې کړي ، او هغه د آسیايي ټولنې په سازمان کې د NESA  او NDUUS مرکزونو خاص برخوال ، زده کړیال او څېره پاتې شوی.

هغه پخپل تحصیلی دوران کې په مختلفو برخو کې علمي او تحقیقي مقالې لیکلي دي، چې ډېره برخه یې امنیتي او دفاعي مسایلو راڅرخي.

د RCDS  دفتر سربېره هغه د افریقا ځینو هیوادونو ته علمي سفرونو له لارې د افریقا د امنیت په هکله امنیتي علمي تحقیقات کړي، او د خپلو ځینو علمي سفرونو په خوا کې د امریکا له NY  او DC او په بروکسل کې د ناټو په ملکي او نظامي برخو، غونډو او سازمانو کې ګډون درلوده.

د ذکر وړ ده چې RCDS د ۹۰ کلونو راپدېخوا په مختلفو او مهمو برخو د ځوانو کدرونو په روزلو کې مهم رول لوبولی او ډېری ځوانان یې د رهبرۍ تر کچې تربیه کړي دي، چې د هغو له جملې څخه یو تن هم ښاغلی عبدالرحیمزی دی چې په ستراتیژیکو امنیتی برخو کې له دغه مرکز څخه خورا ډېرې علمي تجربې ترلاسه کړې.

هغه د هیواد دننه د کورنیو چارو په وزارت کې د شپږو کلونو لپاره دنده درلوده چې د دندو له جملې څخه یې د ستراتېژیکو اړیکو مشاوریت او د بهرنیو اړیکو ریس په توګه د ذکر وړ دي.

د بهرنیو اړیکو په ریاست کې نوموړي وکولای شول چې تر ۳۰۰۰ پورې زمونږ ملي پولیس ډېرو نورو بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو ته د ښوونیز او روزنیزو دورو لپاره واستوي، نوموړي د دغه ریاست له لارې د پولیسو د روزنو په موخه له ګڼو هیوادونو څخه تحصیلي بورسیې ترلاسه کړي چې له هغو څخه ځینوې یې لکه فرانسه، جرمني، پولنډ ، هالنډ، امریکا، برتانیه، چین، هندوستان، مصر او ترکیه دي.

له تعلیمي بهیر سربیره هغه وکولای شول ځینې په جګړه کې ټپیان ملي پولیس د درملنې لپاره نورو هیوادونو ته واستوي، چې دا هم د هغه د شې ډیپلوماسۍ او مذاکراتو پایله بلل کېږي.

دا لمړی ځل دی چې د کورنیو جارو وزارت لخوا په رسمي توګه یو کس  په RCDS کې برخه اخلی او خپله ښوونیزه دوره په بشپړ بریالیتوب پای ته رسوي.

دی به په لنډو وختونو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای بیرته خپل وطن ته ستون شو او د خپلې پوهې او تجربوو پر بنسټ به د خپل مسلک له لارې وطنوالو ته د خدمت جوګه ګرځي.

هغه یو متعهد ، باتجربه او تاند شخصیت دی او د دې وړتیا لري چې د کورنیو چارو وزارت او د دولت په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي.

Show More
Back to top button