برتانیه مېشت افغان مېرمن پیمانه اسد د بریالیتوب لپاره ستاینغونډه
د برټانیې په سیاست کې اوس هم له بهره راغلي اقلیتونه فعاله ونډه لري ، یو تن افغان مېرمن پیمانه اسد چې د خپل عمر په دریم پسرلي کې یې له خپلې کورنۍ سره افغانستان د برتانیې په نیت پریښۍ او کډواله شوې ، او اوس د دغه هیواد تابعیت هم لري، له تېرو څو کلونو راهیسې د کارګر ګوند د عضویت په درلودو سره د دغه هیواد په سیاست کې ورګډه شوې ده .
اغلې پیمانه اسد د کار ګر ګوند لخوا د لندن شمال لوېدیځې سیمې هارو حوزوي ټاکنو ته نومانده وه، چې له نېکه مرغه هغې د یوې افغاني الاصله برټانوۍ مېرمنې په صفت دغه ټاکنې وګټلې ، او د دغې محلي شورا عضویت خپل کړ.
دا لمړی ځل دی چې یوه افغانه تعلیم یافته مېرمن دغه تاکنې ګټي.
برټانیه کې مېشت افغانانو او د هغوی له مدني او نورو ټولنو سره د افغانستان سفارت نژدېتوب ، ملاتړ او پاملرنې تر څنګ دا ځل افغان سفارت اغلې اسد ته د هغې د دې بریا په موخه ستاینغونډه ترتیب کړې وه ، او هغه یې د کورنۍ غړو سره دې غونډې ته رابللې وه.
په غونډه کې لمړۍ جلالتماب سفیر سید طیب جواد خبرې وکړې، لمړی یې خپله خوښي څرګنده کړه او اغلې اسد ته یې د هغې د بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دا د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی او د ښځو د سیاسی ویښتیا لپاره یو ستر ګام بلل کېږي
. د افغانو ښځو دا ډول پرمختګ د نړې په ګوډ ګوډ کې د افغانستان نوم خورا ځلولی شي.
جلالتماب سفیرد خپلو خبرو په پای کې اغلې اسد ته د په راتلونکي کې د هغې د لا بریا هیله څرګنده کړه.
ورسته اغلې پیمانې اسد ته د خبرو وار ورکړل شو، هغې لمړۍ له ښاغلي سفیر او د سفارت له ټولو کارکونکو څخه د غونډې د ترتیبولو مننه وکړه، او دا یې په برتانیه کې د فعاله افغانو ښځو د هڅونې او ملاتړ لپاره یو ښه ګام وباله، او په پای کې یې زیاته کړه چې په راتلونکي کې به هغه خپلو فعالیتونو ته لا نور دوام ورکوي .