اخبار سفارت

ښځو ته دې د دوی نړیواله ورځ بختوره وی


د روان کال؛ کب د میاشتې په ١٥مه چې د روان عیسوي کال د مارچ د میاشتې له اتمې سره سمون خوري، په نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
د دغې ورځې په پار په لندن کې د افغانستان سفارت د کب په ١٥مه او د مارچ میاشتې په شپږمه دغه ورځ ښځو ته د درناوي په موخه په لندن کې ولمانځله.
غونډې ته په برتانیه کې میشتو افغانانو سربېره نور غیر افغان مېلمانه هم رابلل شوي وو،
د غونډې په پیل کې د جلالتمآب سفیر سید طیب جواد مېرمنې آغلې شمیم جواد خپلې خبرې پیل کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې د دې ورځې اهمیت څرګند کړ، هغې پخپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د پخوا په پرتله اوسمهال د افغانو ښځو وضعیت په هیواد دننه او بهر کې د ښتوب په لور روان دی او په تېره یوه لسیزه کې د ښځو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راغلی، دمګړۍ په هیواد دننه او بهر کې افغانې ښځې په ځان بسیا او په سوداګریزو، ښوونیزو او ټولنیزو چارو کې لوړ قدم ایښۍ، دغه ډول وضعیت ته په کتو نورو هیوادوالو ته د ښه راتلونکي امید پیدا کېږي.
همدا رنګه هغې په دا وروستیو کلونو کې د ښځو لاسته راوړنې او پرمختګ وستایه او د دغې لړۍ د پرمختیا هیله یې څرګنده کړه.
آغلې شمیم جواد اوسمهال د ”بنیاد آینده“ په نامه د یوه بنسټ رﺉیسه ده او د هیواد په دننه او بهر کې هیوادوالو او بلخصوص ښځو او ماشومانو ته مرستندویه فعالیتونه ترسره کوي.
وروسته بیا د غونډې په ترڅ کې د سفارت یو تن دیپلوماتې آغلې حمیرا سادات دشتې ته د خبرو وخت ورکړل شو، هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې د غونډې ناستو ګډونوالو ته لمړۍ خپلې نېکې هیلې څرګندې کړې او بیا یې د دغې ورځې په اهمیت خبرې وکړې، او دغه ورځ یې ښځو ته په ملي او نړیواله کچه له ارزښته ډکه وبلله او ښځو ته یې دغه ورځ د یو ښه فرصت په توګه معرفي کړه.
آغلې دشتی د غونډې له ګډونوالو څخه د هغوی د راتګ په هکله ډېره مننه وکړه، هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې ګډونوالو ته د ښځو په هکله نورې هر اړخیزې خبرې هم وکړې او په پای کې یې ښځو ته د ښه ژوند کولو هیله څرګنده کړه.
د غونډې په پای کې په لندن کې د افغانستان سفارت جلالتمآب سفیر سید طیب جواد ته د خبرو وخت ورکړل شو، هغه لمړۍ د سفارت په استازیتوب د غونډې راغلو ګډونوالو ته هر کلۍ ووایه او بیا یې د دغې ورځې مبارکي ناستو ګډونوالو او ټولو ښځو ته وړاندې کړه، هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې په هیواد کې د ښځو د ژوند په روان حالت او وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې ، او یاده یې کړې چې د پخوا په پرتله اوس د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د ښځو په ژوند کې کې خورا ژور مثبت بدلون راغلی، او اوس ښځې د ژوند په هر اړخیزو چارو کې په ځان بسیا حالت ته د رسېدو په حال کې دي، هغه د مجلس په ناستو وګړو او بلخصوص ښځو غږ وکړ چې په هیواد کې د ننه او بهر کې د ښځو د ژوند په بهترولو کې یو بل ته مرستندویه لاسونه سره ورکړي او د اړمنو ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
ښاغلي سفیر د ښځو د وضعیت په هکله نورې هر اړخیزه خبرې هم وکړې او هیوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون په راوستو کې ژمن دي.
د غونډې په پای کې هغه د غونډې له ګډون والو څخه یو ځل بیا د دوی له راتګه ډېره مننه وکړه.

Show More
Back to top button