په لندن کي د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لوی سفارت د خپلو روانو چارو او نوښتونو په لړ کې په لندن کې د سوداګرو لپاره یوه ورځنۍ ناسته د روان زیږدیز کال فبروري میاشتې پر ۱۵ نیټه په لاره اچولي وه. یاده ناسته د افغان سوداګرو لپاره په انګلستان کې د هغوی د سوداګري لپاره او نورو لازمو فرصتونه رامنځته کول او د سوداګری پراختیا او ودي په موخه ترسره شوه. د یادونې وړ ده چي د دغه ناستې له لارې افغان سوداګر کولای شي د ښو اړیکو او همغږي کانال په توګه ګټه واخلی.
هیره دی نه وي چې یادي ناستې ته د لویو سوداګرو سربېره ځينې اقتصاد پوهان ، او تجربه لرونکي سوداګر هم د ګډون په موخه را بلل شوي وه، تر څو د غونډې په ترڅ کې خپلې تجربې او ویناوې ناستو ګډونوالو سره شریکې کړي.پدې غونډه کې د خبرو او وینا سره سره ځینې مسلکي سوداګریز او د مدیریتی چارو اړوند ورکشاپ هم په پام کې نیول شوي وو، تر څو دغه ناسته ګډونوالو او سوداګرو ته ښه او موثره تمامه شي.په ټوله کې د دې غونډې موخه په لندن کې د افغانستان سفارت سوداګریزو چارو اړوند تجارتي او عامه پوهاویي ستراتیژي بریالیتوب ته رسول وه ، چې دغه چاره په انګلستان کې مېشت افغان سوداګرو په مټ ښه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې دغه ناسته په راتلونکي کې د افغان سوداګرو لپاره د همغږۍ او وصل مرکز په توګه موثره تمامېږي ، او کولای شي د خپلو تجربو په شریکولو ، همغږي رامنځته کولو، او د خپلې سوداګرې پراختیا او پرمختیا لپاره د ښه فرصت زمینه وګرځي، او د افغانستان سفارت به دغو سوداګرو سره په ګڼو برخو کې هر اړخیزي مرستې وکړي.
پدې غونډه کې په لویه کچه سوداګریز مسایل تر بحث لاندې ونیول شوه، او د سوداګرو سربېره ځينو روڼ اندو با تجربه سوداګرپوهان، ماهرین او په تجارتي برخو کې تازه فارغ شوي د پوهنتونو زده کړیالان د دندو او لازمو فرصتونو د ترلاسه کولو په موخه هم ګډون در لود، او همدا راز په یاده ناسته کې پر ځینو نندارتونونو هم بحث وشو چې په نژدي وختونو کې به په لاره واچول شې.په اصل کې یاده غونډه د نورو تېرو تجارتي غونډو لړي ده چې په انګلستان کې د افغانستان سفارت له خوا د افغان سوداګرو د کلکو او موثرو اړیکو د رامنځته کولو ، د فرصتونو ایجادولو او سوداګریزې پراختیا او پرمختیا په موخه جوړېږي.
د کنفرانس د جوړولو د موخې روښانه ټکي په دې ډول دي:
د نویو فرصتونو او نوښتونو له لارې د سوداګرۍ هغه لارې چارې لټول چې د تجارت د کامیابۍ سبب ګرځي.
په لندن کې د افغان سوداګرو په اهمیت او د هغوی تر منځ د ګډې سوداګرۍ او همغږۍ په هکله بحث کول.
په تجارتي پرمختیا کې د ځوانانو رول او هغوی ته سوداګریز لازم فرصتونه ایجادول.