اخبار سفارت

په برتانیي کې د څه باندې دېرشو هېوادونو د سفیرانو او نظامي اتشو په ګدون، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې لمانځل

په برټانیي کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفارت له‌خوا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ؛ په یوې مجازی غونډه کې ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د وسله ‌والو ځواکونو چارو کې د برټانیي د دولت وزیر جېمزهېپي او د څه باندې دېرشو هېوادونو سفیرانو او نظامي اتشو ګډون کړی وو.

جلالت مآب دکتور زلمی رسول سفیر جمهوری اسلامی افغانستان در لندن

غونډه کې، په برټانیي کې د افغانستان سفیر داکتړ زلمي رسول او نورو برخه ‌والو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زړه‌ ورتیا، سرښېندنې او قربانۍ وستایلې.

داکتر زلمي رسول وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د تروریزم سره مبارزه کې، د افغان خاورې اصلي ساتونکي دي. ښاغلي رسول زیاته کړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه کې د مرستندو هېوادونو او په ځانګړې ډول د برټانیا رول د قدر وړ دی. برټانیي کې افغانستان سفیر داکتر زلمي رسول، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان سره د برټانیي همکاري، مرسته، قربانۍ او ملاتړ د ستاینې وړ یاد کړ او په دې تړاو یې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د حکومت د مننې پیغام وړاندې کړ.

غونډه کې افغانستان سفیر، افغانستان سره د همکاریو په زیاتوالي او پراخوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې: “د نړۍوال تروریزم او افراطیت پر وړاندې ګډه مبارزه کولی شي، افغانستان کې دایمي سوله ټینګه کړي، سیمه کې ثبات راولي او د نړۍ امنیت ته مرسته وکړي”.

ښاغلی جیمز هیپی د بریتانیی وسله ‌والو ځواکونو چارو کې د دولت وزیر

په همدې حال کې د وسله‌والو ځواکونو چارو کې د برتانیي د دولت وزیر جېمز هېپي، د افغان ځواکونو مبارزه او سرښېندنه وستایله او دا ځواکونه یې بې ځاری یاد کړل. ښاغلي هېپي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ختمولو ټینګار سره وویل، چی د افغانستان خلک غواړي، په سوله، او امنیت کې ژوند وکړي او برتانیي هیله لري چې د افغانستان خلک همدغه حق ته ورسېږي.

د وسله والو ځواکونو چارو کې د برېتانیا د دولت وزیر جېمز هېپي، د مخالفینو کړنې وغندلې. د هغوی چلند یې د وحشت خپرول او د انسانيت د اصولو خلاف یاد کړ او په اوږدمهال کې یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د برتانیي د پرېکنده ملاتړ داد ورکړ.

ښاغلی سید هارون نادری د افغانستان سفارت د نظامی اتشه

دا مجازی غونډه چې په لندن کې د افغانستان د سفارت په نوښت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځل په موخه جوړه شوې وه، د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ترکیې، د امریکا متحدو ایالتونو، هند، پاکستان او څو نوروهېوادونو سفیرانو هم او نظامی اتشو په‌کې ګډون کړی وو.

Show More
Back to top button