په لندن کي د افغانستان لمړنۍ ګډ سوداګریز کنفرانس جوړیږی
په برتانیه کې د افغانستان لوۍ سفارت د خپلو ورځنیو چارو سربېره، د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه غواړي په لندن کې سوداګریز کنفرانس او د افغانستان سوداګریزو، تولیداتو، صنایعو او نورو توکو نمایش ترسره کړي. دغه کنفرانس او سوداګریز نندارتون به د برتانیې او افغان حکومت د سوداګریزو خونو سره په همغږۍ د روان عیسوي کال د سپټمبر د میاشتې ترسره کېږي.
کنفرانس به د افغانستان او برتانیې حکومت چارواکو، سوداګرو او سوداګرپوهانو ترمنځ د مستقیمې ناستې یو ښه ارتباطي مرکز په څېر وي، تر څو برخوال اړخونه د سوداګریزو تجربو، تجارتي ودې، پرمختګ او د دواړو هیوادونو تر منځ موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستې په موخه له یو بل سره په پوره همغږي خپل نظریات شریک کړي.
له لدې ټولو سربېره، د افغانستان سفارت به تل د یو زمینه ساز په توګه له دغه ارتباطي فرصت نه د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ دوامداره تولیدي تجارت په توګه ګټه اخلي، او په راتلونکي کې د اوږدمحاله ستراتېژۍ له مخې به ګډ اړخونه دغو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکوي. همدارنګه سفارت به د افغانستان تولیدات، صنایع او سوداګریزو توکو لپاره به د عامه پوهاوي او بازرموندنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندی ساتي.