پاسپورټ – پشتو (ایرلند جمهوریت)

د نوی الیکترونیک پاسپورټ غوښتنه د هغو افغانی اتباعو د پاره چه د ایرلند په جمهوریت کښی اوسیږی.

یوازی هغه افغانی اتباع چه په ایرلند جمهوریت کښی ژوندکوی، کولای شی د پوسټ  د لاری نوی پاسپورټ تر لاسه کړی.

د ټولو ښاغلو مراجعینو ته خبر ورکول کیږی چه د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلی شعبه په لندن کښی د 24 نومبر 2017 نه ورسته قدیمی او لاس نویس پاسپورټونه نه تمدید وی. او همدارنگه لاس نویس پاسپورټونه د لرونکو څخه هیله کیږی چه د نوی الیکترونیکی پاسپورټونو د اخستلو د پاره تقاضا وکړی.

د لازمو اسناد او مدارکو را استول:

  • د نوی غوښتنلیک فورم ډکول په درو ژبو (پشتو، دری او انگلیسی) موجود وی
  • دوی قطعی د پاسپورت اندازه عکسونه چه (4×4.5) سانتی متر وی. او تر6 میاشتو زاړه نوی، مخامخ اخستل شوی وی او دواړه غوږونه پکښی ولیدل شی.
  • افغانی تذکره
  • د ایرلند ویزه او نور معتبر اسناد چه ستاسو د اوسیدو تائید وکړی په ایرلند جمهوریت کښی. (اسناد بیله عکسه نه قبلیږی)
  • د غوشتونکی اوسیدو د محل پته (برشنا بل، گاز بل، تیلیفون او داسی نور)
  • 150 پوند پوستل آردر (فیس د افغانستان سفارت په لندن کښی په نامه)
  • یو خالی پاکت چه د غوښتونکی پته پری لیکل شوی، او 15 پوند پوستل آردر د بیرته روان کولو د پاره د نوی پاسپورت.
  • نوموړی اسناد راجستر پوست دلاری راواستول شی ترڅوچه ورک کیدو نه ئی مخ نیونه وشی.
  • ورسته له هغه چه اسناد د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت په لندن کښی ترلاسه کړی یوه لنډه مصاحبه د سکایپ له طریقه ترسره کیږی چه وخت او زمان ئی د قونسلی د شعبه لخوا تعیین کیږی.
  • د لا ډیر معلومات د پاره تاسو کولای شی په 02075844443 شمیری په تماس کښی شی، زموز بریشنایی پته (passport@afghanistanembassy.org.uk) دی.
Back to top button