اخبار سفارت

برتانیه مېشت افغان مېرمن پیمانه اسد د بریالیتوب لپاره ستاینغونډه

د برټانیې په سیاست کې اوس هم له بهره راغلي اقلیتونه فعاله ونډه لري ، یو تن افغان مېرمن پیمانه اسد چې د خپل عمر په دریم پسرلي کې یې له خپلې کورنۍ سره افغانستان د برتانیې په نیت پریښۍ او کډواله شوې ، او اوس د دغه هیواد  تابعیت هم لري، له تېرو څو کلونو راهیسې د کارګر ګوند د عضویت په درلودو سره د دغه هیواد په سیاست کې ورګډه شوې ده .

اغلې پیمانه اسد د کار ګر ګوند لخوا د لندن شمال لوېدیځې سیمې  هارو حوزوي ټاکنو ته نومانده  وه، چې له نېکه مرغه هغې د یوې افغاني الاصله برټانوۍ مېرمنې په صفت دغه ټاکنې وګټلې ، او د  دغې محلي شورا عضویت خپل کړ.

دا لمړی ځل دی چې یوه افغانه تعلیم یافته مېرمن دغه تاکنې ګټي.

برټانیه کې مېشت افغانانو او د هغوی له مدني او نورو ټولنو سره د افغانستان سفارت نژدېتوب ، ملاتړ او پاملرنې تر څنګ دا ځل افغان سفارت  اغلې اسد ته د هغې د دې بریا په موخه ستاینغونډه ترتیب کړې وه ، او هغه یې د کورنۍ غړو سره دې غونډې ته رابللې وه.

په غونډه کې لمړۍ جلالتماب سفیر سید طیب جواد خبرې وکړې، لمړی یې خپله خوښي څرګنده کړه او اغلې اسد ته یې د هغې د بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دا د افغانستان لپاره  یو ستر ویاړ دی او د ښځو د سیاسی ویښتیا لپاره یو ستر ګام بلل کېږي

. د افغانو ښځو دا ډول پرمختګ د نړې په ګوډ ګوډ کې د افغانستان  نوم خورا ځلولی شي.

جلالتماب سفیرد خپلو خبرو په پای کې اغلې اسد ته د په راتلونکي کې د هغې د لا بریا هیله څرګنده کړه.

ورسته اغلې پیمانې اسد ته د خبرو وار ورکړل شو، هغې  لمړۍ له ښاغلي سفیر او د سفارت له ټولو کارکونکو څخه  د غونډې د ترتیبولو مننه وکړه، او دا یې په برتانیه کې د فعاله افغانو ښځو د هڅونې او ملاتړ لپاره یو ښه ګام وباله، او په پای کې یې زیاته کړه چې په راتلونکي کې به هغه خپلو فعالیتونو ته لا نور دوام ورکوي .

Show More
Back to top button