د سفیر ژوندلیک

 ډاکټر زلمی رسول په ډیپلوماسۍ، نړیوالو چارو، حکومتوالي، او روغې جوړې کې د خورا سترو تجربو خاوند دی.  نوموړي د۲۰۱۰  کال له جنوري څخه  د ۲۰۱۳ تر اکتوبر پورې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، ډاکټر رسول په سیمه ایزه، نړیواله او څو اړخیزه کچه د هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.

د نوموړي  په ​​مشرۍ، د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د سیمه ایزې همکارۍ او څو اړخيزو ادارو له لارې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

همدا ډول، د نوموړي د  لید لوری پر اساس، د آسیا په زړه کې – د استانبول بهیر په 2011 کال کې د افغانانو په مشرۍ په لاره واچول شو، چې په پایله کې د سیمه ایزې همکارۍ، یووالۍ او ملګرتیا لپاره، یو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

سربیره پر دې،  د افغانستان په حساسو شرایطو کې د څو اړخیزو همکاریو بیړنۍ اړتیاوو په پیژندلو سره، نوموړي د هیواد د بهرنیو اړیکو او له نړیوالو سازمانونو سره غړیتوب ته لومړیتوب ورکړ. د خپلې دندې په جریان کې، هغه د آسیا د همکاریو خبرو اترو (ACD) سره د افغانستان  پر غړیتوب خبرې وکړې او د شانګهای همکاریو په سازمان (SCO) کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب لپاره لاره هواره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې، ډاکټر رسول د ملګرو ملتونو د څو اړخيزې همکارۍ  او ډله ایز ښکیلتیا   لپاره هم په ګډه کار کړی. هغه د ملګرو ملتونو د غوڼډو په جریان کې د ملګرو ملتونو دعمومي اسامبلې په شمول په لوړه کچه د افغانستان استازیتوب وکړ.  په ځانګړې توګه،  په ​​2011 کال کې د ملګرو ملتونو د ۶۶مې غونډې او په ۲۰۱۳ کال کې د ۶۸مې غونډې ته د افغان پلاوي مشري وکړه.

برسیره  پر دې، ډاکټر رسول په افغانستان کې د سولې، او ملت جوړونې هڅو ملاتړ لپاره د نړیوال د اجماع ساتلو او لا پراختیا لپاره نه ستړې­کیدونکي هڅې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د هغه د نوښت له مخې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په 2010  کال کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس چې د دغه هیواد په پلازمینه کابل کې جوړ شوی و، په لاره واچول شو.د کابل نړیوال کنفرانس چې وروسته د “کابل پروسې” پیل وبلل  شو د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ په درې اړخیزه ملګرتیا بدله شوه.

ډاکټر زلمی رسول د افغانستان د ملي امنیت شورا بنسټ ایښودونکی،  د 2002 کال له جون څخه د ۲۰۱۰ کال پورې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده. په همدې موده کې ډاکټر رسول د افغانستان د بهرني سیاست سره په همغږۍ کې، د اړوند حکومتي اداراتواصلاح کول او د افغان امنیتي بنسټونو د همغږۍ لپاره رغنده لاسته راوړنې لري. په دې دنده کې، نوموړي د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او د مخدره توکو پروړاندې د دفتر د رامینځته کولو په اړه یی نږدې نظارت او عملیاتي لارښوونې څیړلي. همدا راز  د یاد مسؤلیتونو په لړ کې د ملي ګواښ د ارزونې ترسره کول، د ملي امنیت پالیسي رامینځته کول او بنسټیز کول هم شامل دي.

د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکل کیدو دمخه، ډاکټر زلمی رسول په 2002 کال کې د ملکي هوایي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی و.   په دې موده کې هغه د افغانستان د هوایی چلند سکتور بیرته راژوندی کړ، چې دا کار د افغانستان غړیتوب په نړیوال ترانسپورت نړیوالې اتحادیې (IATA) او د ملکي هوایی چلند نړیوال سازمان (ICAO) کې بیرته ترلاسه کول و.  په حکومت کې د خپل عامه خدمتونو له وړاندې کولو مخکې، ډاکټر زلمی رسول د 2001 کال کې د بن په تاریخي کنفرانس کې د استازي په توګه مرسته وکړه او د بن له کنفرانس وروسته، د افغانستان لنډمهالې اداري په پرانیست کې د ګډون لپاره کابل ته را ستون شو.

ډاکټر زلمی رسول د مسلکي کار په لومړنيو کلونو کې، د افغانستان د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه، د دفتر د رییس په توګه کار وکړ. په هیواد کې روانه شخړه، اوږده جګړه او په هیواد کې د ګڼ شمېر بې ګناهو خلکو د وژل کیدلو له کبله، بشپړه توجه یې اضطراري لویې جرګې ته – چې د ملت بابا لخوا د سیاسي جوړجاړۍ لپاره یو نوښت و- معطوف کړ. د روم د پروسې د دارالانشا په چوکات کې د هغه نه ستړې کیدونکي هڅې د افغانستان راتلونکي سیاسي لیږد ته لاره هواره کړه. نوموړي د څو لسیزو راهیسي په سوله کې د ژوند کولو لپاره د افغانانو د حقونو لپاره په سیاسي مبارزه کې او د دوی د آزادې ارادې سره سم، د خپلواکي لپاره د ډیموکراتیکو پروسو له لارې د راتلونکي ټاکلو لپاره ژور فعالیتونه کړي دي.

ډاکټر زلمی رسول په کابل کې زیږیدلی او د استقلال په عالي لیسه کې یې زده کړې کړي دي.  وروسته یې فرانسې ته سفر وکړ ترڅو د پاریس د طب په پوهنځي کې زده کړې وکړي او په 1973 کال کې یې د M.D (د طب ډاکټر) سند ترلاسه کړ.

نوموړي  په پښتو، دري، انګریزي، فرانسوي او ايټالوي ژبو باندې تسلط لري او په عربي ژبه کاري پوهه لري.  

همدا رنګه په اروپایي او امریکایي طبي ژورنالونو کې تر 30 ډیرې خپرونې او مقالې تر څنګ د امریکا د نیفرولوژي ټولنې غړۍ هم و.

Back to top button