اخبار سفارت

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون د غړو او د برتانیې د پارلمان استازو ناسته

په برتانیې کې د افغانستان اسلامي جمهوري سفارت په نوښت د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون د غړو او د برتانیې د پارلمان استازو تر منځ ناسته تر سره شوه.

 دواړو خواو افغانستان سره د برتانیې او نړیوالې ټولنې په راتلونکو همکارېیو، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د برتانیې په همکارۍ او د سولې بهیر په برخه کې د سیمه ایزو هیوادونو د ونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

دا ناسته چې په مجازي ډول تر سره شوه، په سر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په هیواد کې د روان حالت او د افغانستان د پروګرامونو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.

له دې وروسته د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر ښاغلي حیدر افضلي د  طالانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه، او له افغان ځواکونو نه د ملاتړ په موخه د بریتانیې د ونډې پر مهم والي ټینګار وکړ او په هیواد او بهر کې  د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د برتانیې په دوامداره همکارۍ ټینګار  سر بېره د لازمو جنګي تجهیزاتو د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

له بل پلوه، د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون  استازو د افغانستان روانه جګړه یې کورنۍ جګړه نه بلکې د سیمه ایزو ځواکمنو هیوادونو د استخباراتي جګړې په توګه یاده کړه او یادونه یې وکړه چې په دې جګړه کې هره ورځ افغانان 

قرباني کیږي.  د ولسي جرګې غړو په دې ناسته کې همدارنګه  د افغانستان د سولې او جګړې په برخه کې د سیمه ایرو هیوادونو پر ونډې ، له طالبانو د ځینو سیمه ایزو هیوادونو ملاتړ،  د جمهوري نظام پر ساتنې  د دوه لسیزو د لاسته راوړنو په ساتنې او همدارنګه له افغانستان د بریتانیې او نړۍ په راتلونکو  همکارېیو خبرې اترې وشوې.

اخوا د برتانیې د پارلمان غړو، په افغانستان کې د روان حالت او د طالبانو لخوا د وروستېیو تاوتریخوالو په اړه انديښنه وښوده، او د افغان امنیتي ځواکونو د میړانی ستاینې یې وکړه. 

 د یادونې وړ ده چې، په دې ناسته کې د ولسي جرګې غړو او په لندن کې د افغانستان د سفارت له لوري د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د بیړنی ناستې د بللو غوښتنه وشوه.

Show More
Back to top button