اخبار سفارت

د برتانيې او آیرلینډ جمهوریت کی میشتو افغان لیکوالو او فرهنګی فعالانو سره د سفیر لیدنه

په برتانيې کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ډاکټر زلمي رسول په بریتانیه او آیرلنډ جمهوریت کې د یو شمیر میشتو افغان فرهنګیان او لیکوالانو سره وکتل. 

ډاکټر زلمي رسول په بیلابیلو برخو کې د افغان فرهنګی فعالانو او لیکوالانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې دسفارت د همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې برخه اخیستونکو په برتانيې کې د افغانستان سفیر ډاکټر زلمي رسول ته ښه راغلاست ووایه او په برتانیه اوآیرلینډ کې یې ټولو افغانانو ته د افغانستان د سفارت لخوا د ترسره شوي کړنو نه ستاینه وکړه. دوی په انګلستان او آیرلنډ جمهوریت کې میشتو ټولو افغانانو تر منځ د لا همغږي لپاره د سفارت د پلانونو هرکلی وکړ او د دې پلي کیدو لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

دغه ناسته چې په مجازي بڼه کې جوړه شوې وه ، په برتانیه او آیرلنډ جمهوریت کې میشتو افغانانو لپاره د سفارت د خدماتود لا ښه والي په څرنګوالي هم خبرې وشوې.

Show More
Back to top button