اخبار سفارت

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر په انګلستان کې میشتو یو شمیر افغانانو سره وکتل

په انګلستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي ډاکټر زلمي رسول په بریتانیا کې میشت د یو شمیر فرهنګيانوشخصیتونو ، لیکوالانو ، ټولنیزو فعالانو او د افغاني ټولنو مخورو سره وکتل.

په دی مجازي ناسته کې ډاکټر زلمي رسول په کلتوري او ټولنیزو برخو کې په انګلستان کې میشته د افغانانو فعالیتونهوستایل او هغوی ته یې د افغانستان د سفارت د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ډاکټر رسول وویل چې په لندن کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د افغانستان له سفارت څخه یې د لا ښوخدمتونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا ، ګډونوالو په انګلستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ډاکټر زلمي رسول ته ښه راغلاست ووایهد لازیاتو همغږۍ رامینځته کولو لپاره، په انګلستان کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو او برنامو او په انګلستان کې میشتوافغانانو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د ښې زمینې برابرول باندی ټیګار وشو.

په دې ناسته کې په برتانیا کې د میشتو افغانانو لپاره د فرهنګي شورا رامینځته کولو میکانیزم ، او همدارنګه د غوره قونسلخدمتونو د چمتو کولو په اړه هم بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې په انګلستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ډاکټر زلمي رسول تر دې مخکې په دغه هیواد کېمیشتو یو شمیر افغان فرهنګيانو او فعالانو سره هم لیدلي دي او دا لړی به دوام لری.

Show More
Back to top button