وکالت پانه

وکالت پاڼه هغه سند دۍ چه په هغه کښې موکل د خپل حقوقي او اداري کارونو لپاره‍‍ بل څوک د وکیل په توګه وروپیژني او د موکل په غیاب کښې وکیل د هغه کارونه تعقیب او اجرا کړي. موکل ټول او یا هم یوه برخه خپل صلاحیتونه و کیل ته ورسپاري. دا اختیارات عبارت د املاکو د خرڅولو، د کوژدې او داسی نور دي.

د یادونې وړ ده  دافغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلی څانګه په لندن کښې د کوژدې رسمي سند نه صادر وي، په دې هکله صرف وکالت پاڼه صادر وي چه وکیل د موکل په نمایندگی د افغانستان په اړوندو ادارو کښې اقدام وکړي.

د وکالت پاڼی د ورکړې مرحلې:

وروسته له دې چې وکالت پاڼه د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت لخوا په لندن کښی ورکړل شوه، وکیل باید د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلی څانګې ته، اصل د وکالت پاڼی وړاندې او تائید کړي، د هغه نه وروسته بیا اړوندو څانګو (محکمه، اداري، وزارتونه، ستره محکمه او نور ارګانونه) ته وړاندې شي.

تذکر: په هغه صورت کښې چه تیروتنه او یا غلطي په غوښتنلیک او نورو مدارکو کښې موجوده وي او وکالت پاڼه صادرشي، فیس یې بیرته نه ورکول کیږي.

د وکالت پاڼی د ورکړې لپاره اړوند شرطونه :

  • د قونسلي څانګې سره لیدل، د انلاین سیستم له لارې وخت وټاکل شي
  • د موکل شتون لازمي دۍ (موکل بالغ، عاقل، او د شرعی تصرفاتو لرونکۍ وي).
  • د دوو شاهدانو شتون. شاهدان بایدافغانان وی او یوه قطعه عکس، د هویت تائید پاڼه او د اوسیدو آدرس سند ولري.
  • د غوښتنلیک فورم ډکول
  • دوې قطعه عکسونه د موکل (غوښتونکي)
  • غوښتنلیک پاڼه د موکل (غوښتونکي) لخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په لندن کښې چه په هغه کښې موضوع د وکالت پاڼې او حدود او مسئولیت د وکیل بیان شوې وي ولیکل شي. که چیرې موضوع په اړوند د ملک او مالکیت وي، کاپي، شمېره او نیټه د اړوندو اسناد (قباله، حصر وراثت او نورو) په مشخص توګه وړاندې شي.
  • د موکل تذکره چه په بهرنیو چارو وزارت کښې تائید شویې وي.
  • د اوسیدو یا اقامت محل اسناد – د بریښنا بل،د گاز بل، د بانک ورقه او داسې نور
  • فیس یې 150پونډه دۍ. فیس کولای شۍ د بانکي کارت له لارې په قونسلي څانګه کښې او یا هم په اړوند بانک کښې تحویل کړۍ. نقدې پیسې نه اخستل کیږي.

نوټ: اصل سند وروسته له بشپړېدو موکل ته ورکول کیږي. د لاسلیک نه وړاندې موکل په دقیقه ټوگه محتوا ولولي او وروسته د تائیدو که چیرې اجرا شي نو ورکول شوۍ مبلغ بیرته نه مستردیږي. که چیری تاسو وروسته له بشپړېدو د اسنادو، وغواړۍ چې د وکالت پاڼې په محتوا کښې تغییر راولۍ، باید د نوي وکالت پاڼه غوښتنه وکړۍ.

برای دریافت فورم وکالت نامه، اینجا کلیک کنید

Back to top button