غیابی تذکره

بهرمېشتو افغانانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه

اړین ټکي:

  • په کوربه هېواد کې د سیاسي او قونسلي استازولیو له لارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ته د لاسرسي په موخه، غوښتونکي باید خپل غوښتنلیکونه په آنلاین ډول د دې وېب‌پاڼې له لارې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته واستوي.
  • غوښتونکي د فورمو د ډکولو پر مهال، د خپل او د اصولي خپلوانو (پلار، ورور، کاکا او د کاکا زوی) د پېژندنې په برخه کې او همدارنګه د اړتیا وړ خدمتونو په ټاکلو کې جدي پاملرنه وکړي.
  • په هغه صورت کې چې غوښتونکي د خپلو اصولي خپلوانو د تذکرې کاپي ونلري او د هغوی د اصولي خپلوانو د ثبت معلومات هم په لاس کې نه وي، د هویت تثبیت یې په کوربه هېواد کې د دوو مېشتو افغانانو لخوا چې د تابعیت تذکرې ولري، ترسره کېږي.
  • هغه کسان چې د هویت تثبیت یې د دوو تنو افغانانو له لوري کېږي د ضمانت کوونکو د تذکرو کاپي یې باید سیسټم کې ضمیمه کړي.
  • غوښتونکي باید د اړتیا وړ اسناد په ښه کیفیت سره د غوښتنلیک مطابق په آنلاین ډول سېسټم کې ضمیمه کړي.
  • د وګړو د احوال ثبتولو خدمتونو د غوښتنلیک پروسې له بشپړولو وروسته، غوښتونکي په کوربه هېواد کې د افغاني استازولیو ټیلفوني اړیکې ته په تمه پاتې کېږي.
بهرمېشتو افغانانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه

د نفوسو د احوال ثبتولو د غیرحضوري خدمتونو د آنلاین غوښتنلیکونو د سېسټم بشپړ لارښود

Back to top button