د هویت، او زېږېدو سند تائید

په لندن کې د افغانستان سفارت ټولو هغو افغانانو ته د هویت تائیدولو او زېږېدو سند ویشی چې په بریتانیا ، شمالی آیرلنډ، او جمهوری آیرلنډ کې مېشت دی.

د یادونې وړ ده چې د سفارت لخوا د زېږېدو شاهدی پاڼه نه وېشل کېږی، زمونږد قونسلی څانګه یواځې د یو فرد د زېږېدو ځای او نېټه تائیدوی.

د هویت تائیدولو او یا د زېږېدو سند د ترلاسه کولو لپاره لاندې شرایط لازمی دی:

  • د وخت (Appointment) ټاکل قونسلی څانګې ته له راتګ مخکې د سفارت ویب پاڼې له لارې آنلاین وخت وټاکئ.
  • غوښتونکی باید پخپله حضور ولری.
  • غوښتونکی کس باید فورمه له ویب پاڼې تر لاسه کړی، او په فورمه کې د غوښتل شویو معلوماتو له لیکلو وروسته یې له ځانه سره ولری.
  • یوه قطعه عکس چې تازه اخستل شوی،او په معیاری توګه چاپ وی.
  • اصلی پېژندپاڼه (تذکره) او ترجمه چې د هېواد له بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوې وی، یا الیکترونیکی پاسپورت.
  • (د تذکرې کاپی د منلو وړ نده).
  • غوښتونکی کس باید له ځانه سره د برتانیې او یا د ایرلند د استوگینی اسناد ولری.
  • د ادرس ثبوت یا (Proof of Address) لکه د کور د برق یا اوبو د بل سند.
  • فیس: د هویت ،او زېږېدو سند د تائید فیس 50 پونډه ده ، او تحویلونکی کولای شی فیس د بانکی کارت له لارې تحویل کړی، د کارت په نه موجودیت کې کولای شی د سفارت اړوند نژدې بانکی څانګې ته مراجعه وکړی. د یادونې وړ ده چې نقدی پیسې او چک نه قبلېږی.
  • د ایرلند اوسیدونکی کولی شی چی خپل اسناد د پوست د لاری سفارت ته واستوی. او دی فیس دپاره 50 پونډه پوستل اردر اوهمدارنگه د سند د بیرته لیږلو دپاره 15 پونډه پوستل اردر جوړ کړي او له خپل اسنادو سره سفارته ولیږيږ (تحویل شوې پیسې بیرته د ګرځېدو وړ نه دی.

برای دریافت فورم اینجا کلیک کنید

Back to top button