د جرمي مسئولیت مخینې سند

د جرمي مسئولیت مخینې سند هغو افغانانو او غیر افغانانو وګړو ته وېشل کېږي چې افغانستان کې اوسېدلي او یا هم هلته یې دنده ترسره کړې وی، په لندن کې افغانستان سفارت د یو لړ لازمو مراحلو له  سرته رسولو وروسته غوښتونکي شخص ته په رسمي او کتبي توګه نتیجه وراندی کوی.

د جرمي مسئولیت مخینې سند لاسته راوړلو لپاره لاندې شرایط  د پلي کېدو وړ دي:

  • د جرمي مسئولیت مخینې فورمه چې په درېو ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) ترتیب شوې په هغه کې لازم غوښتل شوي معلومات ذکر کول. (فورمهد سفارت له ویب پاڼی څخه لاسته راو‌‌ړلای شی)
  • یوه قطعه کس چې تازه اخستل شوی،او په معیاري توګه چاپ وي.
  • اصلي پېژندپاڼه (تذکره) چې د هېواد له بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوې وي. (د تذکرې کاپي د منلو وړ نده).
  • د غوښتونکي کس هغه دقیق ادرس او د اړیکو شمېرې چې د خبر ورکولو په وخت کې لاسرسی ورته لري.
  • د دغه سند فیس 80 پونډه ده، او تحویلونکی کولای شي فیس د بانکي کارت له لارې تحویل کړي، د کارت په نه موجودیت کې کولای شي د سفارت اړوند نژدې بانکي څانګې ته مراجعه وکړي. د یادونې وړ ده چې نقدي پیسې او چک نه قبلېږي. (تحویل شوې پیسې بیرته د ګرځېدو وړ نه دي.)

د جرمي مسئولیت مخینې سند لپاره فورمه لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.

Back to top button