د اسنادو تائید او نور تصدیقونه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت په لندن کښی هغه اسناد لکه تذکره، د پیداکیدو سند تائیدی، نکاحنامه او نور اسناد چه مخکی د بهرنیو چارو وزارت لخوا په افغانستان تصدیق شوی وی  په وړیا او مجانی توگه تائید وی. او ځینی وختونه د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت په لندن کښی هغه اسناد چه د بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوی دمجدد تصدیق لپاره  د بهرنیو چاره وزارت ته استوی چه په هغه صورت کښی دا پروسه طولانی تره کیږی.

د دغه سند فیس 50 پونډه ده، او تحویلونکی کولای شي فیس د بانکي کارت له لارې تحویل کړي، د کارت په نه موجودیت کې کولای شي د سفارت اړوند نژدې بانکي څانګې ته مراجعه وکړي. د یادونې وړ ده چې نقدي پیسې او چک نه قبلېږي. (تحویل شوې پیسې بیرته د ګرځېدو وړ نه دي.)

د ملاقات وخت د انلاین سیستم له لاری حتمی دی.

Back to top button