خدمات پاسپورت – پشتو

په لندن کښی د افغانستان لوی سفارت هغوکسانو ته چه د بریتانیی په بیلابیلولویو ښارونو، شمالی آیرلند او د آیرلند په جمهوریت کښی هستوګن دی، او د پاسپورټ د صادریدوغوښتنه ولری، کولای د قونسلی څانګی سره اړیکه ونیسی.دا سفارت، د اوسنیو مقرراتو سره سم یوازی عادی پاسپورټونه صادروی. په ځینو حالاتو کښی د سفارت د خدمت او تحصیلی پاسپورټونو د تمدید په برخه کښی د بهرنیو چارو وزارت د پریکړی سره سم، اجراآت کولای شی. د پاسپورت د صدور په حالت کښی، سفارت ته د غوښتونکو حضور حتمی ده.

د نوی پاسپورټ غوښتونکی باید د قونسلې څانګی درې کسیز ټاکل شوی هیآَت سره د خپل هویت د تثبیت په اړه مرسته وکړی. ستاسو ټول لازمی معلومات باید د قناعت وړ او په اصلی او لیکلی بڼه هیاَت ته وسپارل شی.

دپاسپورت د صدور لپاره ضروری اسناد:

۱- د پاسپورټ صادریدو لپاره د قونسلی څانگی سره وخت  ټاکل (Online Appointment ) لازمی دی.

۲- دپاسپورت غوښتونکی باید چه د خپل تابعیت د تذکری اصل وړاندی کړی.پرته له اصلی او یا هم کاپی د تذکری د وړاندی کولو ، ستاسو غوښتنلیک د منلو وړ ندی .

۳- د پاسپورت د صدور په حالت کښی، سفارت ته د غوښتونکی حضور حتمی ده.

۴- د پاسپورت د صدور فورمه باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شی. د پاسپورټ د صدورفورمه په اختیاری توګه په دری، پښتو، او انګرېزی ژبو ډکیدلای شی دا فورمی د سفارت له ویب پاڼی څخه لاسته راو‌‌ړلای شی.

۵- د پاسپورټ په اندازه دوی قطعی عکسونه (دوه د واړه عکسونه باید(4×4.5cm)  کښی او بک ګراونډ سپین وی او دواړه غوږنه پکښی د لیدلو وړوی.

۶-د غوښتونکی د هویت تثبیت لپاره باید لازم اسناد: د تابعیت تذکره زوړ پاسپورت، نکاحنامه، تحصیلی، او شغلی اسناد چی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تایید شوی وی.

او یاهم (Home Office ID Card  ) او یا د دریوری موقتی لایسنس کولایِ شی چه وړاندی ئی کړی.

د صادرشوی پاسپورټ اخستل شوی پیسی په هیڅ ډول بیرته نه ورکول کیږی.

۷- د هستو گنځی په ا‌ړوند لازم اسناد وړانډی کول چه په صفحه کی د غوښتونکی نوم رسماً ثبت وی.

ترچیری ستاسو پاسپورټ ورک شوی او یا هم د (Home Office) لخوا قید شوی وی.

په هغه صورت کی د پولیس راپور او یا هم د  (Home Office) مکتوب چه په هغه کی علت د قیدو

معلوم وی.

۸- د پاسپورټ صدورو هغو ماشومانو ته چه ۱۸ کلنی کښته وی.

۹ – د ماشوم (Birth Certificate) چه په هغه کښی د والدینو نومونه ذکرشوی وی . او که چیری (Birth Certificate)موجود نه وی په هغه صورت کی (Child Benefit, Child Tax Credit) اسناد ضروری دی.

۱۰- ویزه او د ماشوم انگلیسی پاسپورټ.

۱۱-  دوی قطعی عکسونه د ماشوم. (4×4.5cm)  بک ګراونډ سپین

۱۲- پاسپورتو او یا نور هغه معتبر اسناد چه د والدینو هویت ثابت کړی.

۱۳- د والدینو حاضریدلو قونسلی بخش ته او که چیری والدین په بریتانیا که موجود نه وی په هغه صورت کی د Guardian سرپرست حضور د ماشوم د سوشال سرویس ټونیزو خدمتونه د مکتوب سره ضروری دې.

برای داونلود فورمه اخذ پاسپورت اینجا را کلیک نمائید

Back to top button